د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په پروان ولایت کي ئې يوه ښځه او يو سړی د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې ۳۰ دورې وهلي او يو کال ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي ط..البانو په عام محضر کي فزيکي سزاوي زياتي کړي دي.