د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په پروان ولايت کي ئې د درو ښځو په ګډون اته کسان د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې د ياد ولايت په بګرام ولسوالۍ کي په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي يادو کسانو ته ئې د يوه کال څخه تر څلورو کلنو پوري د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي ط..البانو په تېره اوونۍ کي شاوخوا ۵۰ کسانو ته په عام محضر کي بدني سزاوي ورکړي وې.