د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې، خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په فارياب ولايت کي ئې دوه کسان د لواطت په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې په عام محضر کي ۳۹ -۳۹ دورې د خلګو د سترګو په وړاندي وهلي او يو کال ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي د روژې په لومړۍ ورځ هم ط..البانو په کابل، پروان او بلخ کي د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کي لس کسان په دورو وهلي وو.