د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په هرات ولايت کي ئې ۷ تنه د غلا او نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په‌ دورو وهلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي دغه کسان ئې ۳۰ دورې وهلي او د يوه کال تنفيذي بند سزا ئې هم ورکړې ده.
دا په داسي حال کي ده، چي ط..البانو تېره ورځ په غزني کي هم يوه ښځه او درې نارينه په عام محضر کي په دورو وهلي وو.