د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په ميدان وردګو او بدخشان ولايتونو کي ئې د يوې ښځي په ګډون څلور تنه په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه کسان ئې د نامشروع اړيکو په تور د ۳۰ څخه تر ۳۹ پوري په دورو وهلي دي.
خبرپاڼه ليکي چي دغو کسانو ته ئې د يو کال څخه تر درو کلنو پوري د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
دا په داسي حال کي ده، چي ط..البانو په دا وروستيو کي په افغانستان کي فزیکي سزاوي زياتي کړي د بشر حقونو نړۍوال سازمانونه د ط..البانو غواړي چي دغه سزاوي ودروي او د بشر حقونو ته دي درناوی وکړي.