د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي درې کسان ئې په بغلان او بلخ کي د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دوه تنه په بغلان او يو کس ئې په بلخ کي په عام محضر کي ۳۹ دورې وهلی او د تنفيذي بند سزا ئې هم ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي تېره ورځ هم ط..البانو په کابل او باميانو کي ۱۸ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي وو.