د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په پکتيکا ولايت کي ئې درې کسان د غلا په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه کسان ئې د ۲۰ څخه تر ۳۰ پوري په دورو وهلي او يو کال او شپږ مياشتي ئې د تنفيذي بند سزا هم ور کړې ده.
بايد وويل سي چي په دې وروستيو کي د ط..البانو له خوا په عام محضر کي بدني سزاوي زياتي سوي دي؛ د نړۍ د بشري حقونو سازمانونه د ط..البانو څخه غواړي چي دغه ډول سزاوي دي نور ودروي او د بشر حقونو ته دي درناوی وکړي.