د ط.. البانو تر واک لاندي ستري محکمې په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د چهارشنبې په ورځ ئې په سرپل ولايت کي د دوو ښځو په ګډون پنځه تنه د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې د ۲۵ څخه تر ۳۹ پوري په دورو وهلي او د يوه کال څخه تر درې کلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې ده.
دغه راز په همدې ورځ د يادي محکمې څخه په يوې جلا خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې ورځ ئې دوه کسان په پکتيکا کي د قتل د پلان جوړولو په تور ۳۰ دورې وهل سوي او دوه کاله او شپږ مياشتي د بند سزا ورکول سوې ده.