د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د‌پنج شنبې په ورځ ئې په ارزګان کي ۷ کسان په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې د نامشروع اړيکو په تور ۳۹ دورې وهلي دي.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي، چي دغه کسانو ته ئې د يوه کال څخه تر دوو کلنو پوري د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.