د ط..البانو حکومت د پاکستان څخه د درملو واردات بند کړل

د ط..البانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال م.لا عبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ په کابل کي د صنعت کارانو او سوداګرو سره د ليدني پرمهال ويلي چي له دې وروسته به هېڅ شرکت ته اجازه ورنه کړل سي چي د پاکستان څخه افغانستان ته درمل وارد کړي.
هغه د ټولو درملو واردونکو شرکتونو ته درې میاشتي مهلت ورکړی دئ، چي له پاکستان سره خپلي سوداګریزي اړیکي او تړونونه پای ته ورسوي.
هغه د مالیې د وزارت څخه هم غوښتي چي نور دي له پاکستان څخه راتلونکو نه محصلوي او هېڅ څوک حق نه لري چي د پاکستان څخه نور درمل راوارد کړي.
د اقتصادي مرستیال په وینا، دا پرېکړه د دې له پاره سوې چي د پاکستان له لوري بې‌کیفیته درمل افغانستان ته رانه سي او د خلګو روغتیا ته زیان ونه رسېږي. نوموړي ټینګار وکړ چي دا شرکتونه باید د درملو وارداتو له پاره نور هيوادونه وټاکي او بدیلو لارو ته پام وکړي.