د ط..البانو د احصایې او معلوماتو ادارې په تازه شمېرو کي راغلي چي له برېښنایي تذکرو د وېش د بهیر د پیل راهیسي تر اوسه

د ط..البانو د احصایې او معلوماتو ادارې په تازه شمېرو کي راغلي چي له برېښنایي تذکرو د وېش د بهیر د پیل راهیسي تر اوسه شاوخوا ۱۷ میلیونه او ۶۸ زره افغانانو ته برېښنایي تذکرې وېشل سوي دي.
یادې ادارې دغه راز ويلي چي د دغو تذکرو له ډلي ۱۰ میلیونه او ۶۲۱ زره نارینه او ۶ میلیونه او ۴۴۷ زره ښځو ته تذکرې ورکړل سوي.
دغي ادارې همداراز زیاته کړې چي د ط..البانو د بیا واکمنېدو وروسته له ۱۱ میلیونو زیات کسان د برېښنایي تذکرو له اسانتیاوو برخمن سوي دي.

د احصایې او معلوماتو اداره وايي چي اوسمهال په ټول افغانستان کي ۸۱ د آسان خدمت او تذکرو د وېش ځانګړي مرکزونه فعال دي.