د ط..البانو د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی، چي د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د کانکور ازموینو لړۍ نن پنجشنبه د هیواد په ۱۵ ولایتونو کي رسماً پيل سوې ده.
د یادې ادارې په وینا، دا ازمویني به درې ورځي دوام وکړي.
د مسؤلینو په خبره، د کانکور روان پړاو په هرات، غور، بادغیس، سرپل، فاریاب، روزګان، غزني، پکتیکا، میدان وردګ، کنړ، بغلان، پروان، لوګر، کاپیسا او بدخشان ولایتونو کي پيل سوي، چي وروسته به په پاته ولايتونو کي هم ازمويني واخيستل سي.
دا ازمویني پر داسي مهال پیلېږي، چي لا هم نجوني له لوړو زدهکړو او د کانکور له پروسې محرومي پاته دي.