د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په افغانستان کي ټول د افغان خبريالانو او رسنيو ملاتړ کوونکو ادارو جوازونه لغوه

د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په افغانستان کي ټول د افغان خبريالانو او رسنيو ملاتړ کوونکو ادارو جوازونه لغوه کړي او يوازي ئې درې ادارو ته د‌‌ فعاليت اجازه ورکړې ده.
د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ادعا کړې، چي د افغان رسنیو او خبریالانو د ملاتړ کوونکو بنسټونو تر ارزوني وروسته دا ورته روښانه سوې چي یو شمېر دغه بنسټونه په غیر مسلکي ډول فعالیت کوي او د ستونزو د حل پر ځای نوري ستونزي ايجادوي.
یاد وزارت زیاته کړې چي د همدې ارزونو پر بنسټ ئې پرېکړه کړې، چي یوازي د درو بنسټونو جوازونه تمدید کړي او د هغو بنسټونو جوازونه لغوه کړي، چي غیر فعال دي او یا هم ستونزي جوړوي، څو د هیواد د رسنیز سکتور اعتبار وساتل سي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوې اعلامیې له مخي، د دې پرېکړې موخه د خبریالانو او رسنیو واقعي ملاتړ، د خبریالانو له نوم څخه د ناوړه ګټي اخیستني مخنیوی او د رسنیزو بنسټونو د فعالیتونو منظم کول دي.
بايد وويل سي چي ط..البانو د دغو درو بنسټونو په اړه په اعلامیه کي نور وضاحت نه دئ ورکړی.