د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د کندهار- هرات پر لویه لار د هلمند ولایت په مربوطاتو کي يو لوکسل موټر د باروړونکي موټر سره ټکر سوی، چي له امله ئې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ترافيکي پېښه کي شپږ کسان وژل سوي او دوه نور ټپيان دي، چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.
بايد وويل سي چي د هرات – کندهار لويه لار نن پنج شنبه د زياتي واوري له امله د ټرافیکو پر مخ تړل سوې وه.