د ط..البانو د اوبو او انرژۍ وزارت د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د افغانستان په يوشمېر ولايتونو کي د سېلابونو د راوتلو احتمال سته.
دغه وزارت وايي، چي تر راتلوونکي چهارشنبې تر ورځي پوري د هریرود، مرغاب، هلمند، شمال، پنج آمو او کابل سیندیزو حوزو کي د زياتو سېلابونو د راوتلو اټکل سوی دئ.
په خبرپاڼه کي دغه راز ويل سوي، چي په هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، ارزګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، سمنګان، بغلان، غزني، لوګر، میدان وردګ، کابل، پنجشېر، کاپیسا، پروان، پکتیکا، پکتیا، خوست، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کي هم د سېلابونو احتمال سته او خلګ ته خبر ورکول سوي، چي احتياطي تدابير ونيسي.
د ط..البانو اوبو او انرژۍ وزارت له خلګو غوښتي چي د سیندونو له غاړو څخه لېري پاته سي .
بايد وويل سي، چي د دوشنبې په روځ د هوا پېژندني ادارې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کي د واوري او باران اټکل کړی دئ.