د ط..البانو د اوبو او برېښنا وزير: پاکستان زموږ پرمختګ نه غواړي او زموږ څخه بېره لري

د ط..البانو د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د رسنيو سره په تازه مرکه کي ويلي دي، چي پاکستان هېڅ وخت نه غواړي، چي په افغانستان کي يو ښه د حکومتدارۍ نظام جوړ سي.
د هغه په خبره چي دا ښه نظام که د ط..البانو وي، د م.جاهدينو او که د کمونستانو وي.
هغه وايي پاکستان د افغانستان د پرمختګ زغم نه لري او تل هڅه کوي، چي په يوه او بل نامه د افغانستان د خلګو تر منځ نفاق واچوي.
هغه زیاته کړې، اوس پاکستان نه غواړي په افغانستان کي داسې حکومت راسي چي په خپلو پښو ودرېږي او پر ځان متکي وي.
د هغه په خبره؛ پاکستان فکر کوي چي د شخړو او کړکېچونو په پارولو سره به افغانستان کي خپلي سیاسي او اقتصادي ګټي تر لاسه کړي.
هغه د پاکستان د حکومت هغه ادعاوي رد کړې، چي د افغانستان ط..البان د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) ملاتړ کوي.
هغه وايي افغانستان ټي ټي پي ته هېڅ پټنځای نه دئ ورکړی.