د پاکستان اکسپرسټریبیون ورځپاڼي د سې شنبې په ورځ په نشر سوي راپور کي ويلي، چي د ط..البانو د بهرنيو چارو د سرپرست وزیر اميرخان متقي سفر اسلام اباد ته د يو شمېر ستونزو له امله ځنډول سوی دئ.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د متقي سفر د فني ستونزو له امله ځنډول سوی دئ، خو فني ستونزې ئې روښانه کړي نه دي.
د پاکستان اکسپرسټریبیون ورځپاڼي د خپل راپور په يوه برخه کي ليکلي، چي د متقي سفر ډېر احتمال لري، چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه د سفر د ځنډ لامل سوې وي.
ټاکل سوې وه، چي د اميرخان متقي په دغه سفر کي به د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړيکو پر ښه والي او همدارنګه د ترهګرۍ د مخنيوي په اړه بحث کېږي