د ط..البانو د بهرنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د ازربايجان حکومت ۱۴ تنه افغان بنديان ازاد کړي او ط..البانو ته ئې سپارل دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه افغان کډوالو دوسیې به دلته افغانستان کي د ط..البانو د قضايي ادارو له خوا تر څېړني لاندي ونيول سي.
د ط..البانو په ياده خبرپاڼه کي د دغو افغانانو د جرمونو په تړاو څه نه دي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال د کومو جرمونو په تور د ازربايجان په زندانونو کي بنديان وو.
بايد وويل سي، چي د تېري اوونۍ په جريان کي د پاکستان د زندانو څخه ۱۵۳ د افغان کډوالو بنديان هم ازاد سوي وو او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي وو.