د ط..البانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پکتیا، پکتیکا او کنړ ولایتونو پر ملکي سیمو د پاکستان د تېري شپې د هوايي بریدونو په غبرګون کي ئې په کابل کي د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د دغو بریدونو په اړه ئې د ط..البانو رسمي اعتراض ورسپارلی دئ.
د ط..البانو د دغه وزارت په وینا، په دغو بریدونو کي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او دا ډول اقدامات ئې د نړۍوالو اصولو او د دواړو هیوادونو د اړیکو خلاف بللي دي.
بل لور ته، پاکستان هم د کراچي پر یوې پوځي اډې د وروستي برید له امله په اسلاماباد کي د افغانستان سفیر احضار کړی دئ.
اسلاماباد ادعا کوي، چي د کراچي برید له افغانستانه تنظیم سوی او له افغان لوري ئې غوښتي، چي خپل خاوره دي د پاکستان پر ضد نه کاروي.
دا وروستي ډیپلوماتیک اقدامات په داسي حال کي ترسره کېږي، چي د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي پېښو او متقابلو تورونو له امله اړیکي ورځ تر بلي خرابېږي.