د ط..البانو د حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی، چي د سږ کال له پاره د حج د مقدسي فريضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د تګ بهير بشپړ سوی.
د ياد وزارت په وينا چي په ۹۷ الوتنو کي ئې د افغانستان شاوخوا و خوا ۳۰ زره حاجیان انتقال کړي دي.
ط..البان وايي، چي د افغان حاجيانو له پاره ئې د اړينو خدماتو له پاره بشپړ تياری هم نيولی.
ط.. البان دغه څرګندوني پر داسي مهال کوي، چي افغان حاجيانو په سعودي عربستان کي د ط..البانو څخه د اوسېدو د ځای، روغتيا، ترانسپورت او غذا په برخه کي د کمزورو خدماتو څخه شکايت کړی وو.