د ط..البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد پر پکتيکا او ننګرهار د پاکستان د پوځ تر هوايي بريد وروسته ويلي، چي د پاکستان د نظام يوې ځانګړې کړۍ د افغانستان پر خاوره تېری کړی او لسګونه ملکي کسان ئې ش.هيدان او ټپيان کړي دي.
هغه ويلي د پاکستان پوځ اوس په دغه ډول بريدونو سره هڅه کوي، چي خپل امنيتي ضعف پټ کړي.
م.جاهد د خپلو خبرو پرمهال په ټينګار ويلي، چي د پاکستان پوځ کمزوری سوی او د خپل هيواد د امنيت په ساتلو کي پاته راغلی ځکه دغه ډول کړني تر سره کوي.
هغه د افغانستان پر خاوره تېری د پاکستان د خاصي نظامي کړۍ کار بللی.
بايد وويل سي، چي د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف مخکي خبرداری ورکړی و، چي د امنيتي ګواښونو له امله به ډېر ژر د افغانستان پر خاوره بريد وکړي.