د ط.. البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې

د ط.. البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې، چي په دغه سازمان کي د افغانستان چوکۍ دي ط..البانو ته ورکړي.
هغه ادعا کړې، چي د ملګرو ملتونو اوسنی وضعیت د ط.. البانو پر وړاندي بې عدالتي ده.
اوس په ملګرو ملتونو کي دغه چوکۍ د پخواني حکومت د استازي نصيراحمد فايق په واک کي ده.

باید وويل سي، چي ملګري ملتونه دغه چوکۍ ط..البانو ته ځکه نه ور کوي، چي دغه ډله نړۍوال مشروعيت نه لري.