د ط.. البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد په خپل تازه مرکه کي ويلي، چي په افغانستان کي اوس مهال هيڅ وسله والي ډلي نسته.
هغه دغه څرګندوني د پاکستان د کورنیو چارو د وزير محسن نقوی او د تاجکستان دکورنيو چارو د وزير رمضان رحیمزاده د هغه اندېښنو په غبرګون کي کړي، چي ګواکي افغانستان کي وسله والي ډلي فعاله دي، چي له امله د سيمي امنیت ته ګواښ پېښ کړی.
هغوی په خپلو څرګندونو کي ويلي، چي د ط..البانو تر واک لاندي افغانستان کي وسله والي ډلي فعاليت لري او ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي دي.
خو د ط..البانو د حکومت وياند د تاجکستان او پاکستان اندېښنې بې ځایه بللي او په خبره ئې چي په افغانستان کي هيڅ بهرنۍ سياسي ډله نسته او افغانستان ټول د دوی تر کنټرول لاندي دئ.
بايد وویل سي، چي پاکستان څو ځله ادعا کړې، افغان ط..البان په پاکستان کي د وسله والو ډلو ملاتړ کوي؛ خو ط..البان د پاکستان دغه ادعاوي نه مني.