د ط..البانو د دفاع وزارت ويلي، چي د شنبې په ماښام ئې د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ

د ط..البانو د دفاع وزارت ويلي، چي د شنبې په ماښام ئې د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ، په ډنګر لګډ سيمه کي ډيورنډ فرضي کرښي ته نژدې ئې د پاکستاني پوځ يو پوسته نيولې ده.
دغه راز د خوست ولايت مقام بيا په يوه جلا خبرپاڼه کي ويلي، چي د شنبې په ماښام ئې په دغه ولايت کي د ځاځي ميدان ولسوالۍ اړوند ډيورنډ فرضي کرښي ته نژدې د جنډو سر په نوم د پاکستان پوځ څخه يوه بله پوسته نيولې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پاکستان پوځ دغه پوسته د مقاومت پرته پريښې وه.

همدارنګه د ط..البانو دفاع وزارت ويلي، چي په کنړ او ننګرهار ولايتونو کي ئې ډيورنډ فرضي کرښي ته څېرمه ۱۴ پاکستاني پوځيان وژلي او ۱۱ نور ئې ټپيان کړي دي.