د ط..البانو د دفاع وزير روسيې ته تر سفر کولو وروسته په کابل کي خبريالانو ته ويلي

د ط..البانو د دفاع وزير روسيې ته تر سفر کولو وروسته په کابل کي خبريالانو ته ويلي، چي پاکستان به نور پر افغانستان د برید کولو جرئت ونه لري.
د هغه په وينا چي د روسيې سره ئې د پوځي همکاريو او تخنیکي همکاريو يو تړون لاسليک کړی.
د هغه په خبره چي د روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو د هوکړي عملي کېدل به په نژدې ورځو کي پیل سي.

هغه ويلي، چي دا امنیتي او دفاعي تړون نه دئ او نور هیوادونه باید اندېښنه ونه کړي.
هغه ويلي چي په افغانستان کي ګڼي روسي جوړي سوي الوتکي او نور تجهیزات سته چي مسلکي ترمیم ته اړتیا لري او له همدې امله له روسیې سره دغه د همکارۍ تړون ضروري دئ.
د ط..البانو د دفاع وزیر دا هم وویل چي دغه تړون د کوم هیواد پر ضد نه دئ او د سیمي امنیت ته ګټه رسوي.

نوموړي څرګنده کړه، چي که اړتیا وي، له امریکا سره هم د پاته امریکايي تجهیزاتو په اړه ورته تخنیکي هوکړه کېدای سي.
م.جاهد ټینګار وکړ چي افغانستان د هوايي دفاع سیسټم ته اړتیا لري او د ترلاسه کولو په اړه به ئې په راتلونکي کي پرېکړه وسي.
هغه په ټينګار ويلي، چي نور به پاکستان پر افغانستان د برید جرئت ونه کړي او ط..البان د خپل هوايي دفاعي سيستم د قوي کېدو له پاره هڅه کوي.