د ط..البانو د عامي روغتیا وزارت وايي، په پنځو ولایتونو کي د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي له پاره د واکسین نوی کمپاین پيل سوی دئ.
د ياد وزارت ویاند شرافت زمان ویلي، په دې کمپاین کي به په ننګرهار، کنړ، کابل، هرات او فراه ولایتونو کي د ۳۹ ولسوالیو ۲ میلیونه، ۵۸۱ زره او ۷۳۷ ماشومان واکسین سي.
د نوموړي په خبره، د واکسین دا لړۍ د پولیو د تازه ثبت سوو مثبتو پېښو پر وړاندي د بېړني اقدام او د ناروغۍ د پراخېدو د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.