د ط..البانو د عامي روغتیا وزارت وایي

د ط..البانو د عامي روغتیا وزارت وایي، په افغانستان کي د متحده عربي اماراتو سفارت د فاریاب د ولایتي روغتون سره ۳۲ قلمه درملو او د طبي وسایل مرسته کړې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخي، دغه درمل او وسایل د روغتون له مهمو اړتیاوو څخه دي او تر سپارلو وروسته اړوندو څانګو ته ورکړل سوي؛ ترڅو د ناروغانو د درملني له پاره ورڅخه استفاده وکړي.
د دغه وزارت په وينا چي یادي مرستي په ځانګړي ډول د فاریاب ولایتي روغتون د ماشومانو څانګي ته ورکړل سوي؛ تر څو د ماشومانو د درملني په برخه کي ورڅخه استفاده وسي.