د ط..البانو د فواید عامي وزارت اعلان کړی، چي د سالنګ لویه لاره د سختي واوري د اورېدو او طوفان له امله د ټولو نقلیه وسایطو پر مخ تړل سوې ده.
د یاد وزارت ویاند اشرف حقشناس ویلي، چي دغه لاره د چهارشنبې په سهار وختي تړل سوې او دا اقدام د مسافرو د خوندیتوب له پاره سوی دئ.
نوموړي د ټولو مسافرو څخه غوښتنه کړې، چي تر بل اعلان پوري د سالنګ پر لور سفر ونه کړي.
بلخوا، د هوا پېژندني ریاست مخکي له دې په یو شمېر ولایتونو کي د واوري او باران اټکل کړی.