د ط.. البانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد ندیم ويلي

د ط.. البانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد ندیم ويلي، چي د ط..البانو د مشر ملا هب.ت الله په امر ۱۵۵۵ ممتاز فارغ سوو محصلانو ته د کار زمينه برابره وي.
د هغه په خبره چي ملا هب.ت الله يو شمېر وزارتونو ته امر کړی، چي دغه ممتاز محصلان دي په خپلو وزارتونو کي په دنده و ګماري.
ط..البان وايي چي دغه اقدام د لوستو ځوانانو په دنده ګمارلو په موخه کوي؛ ترڅو د بېکارۍ کچه راکمه سي.

باید وويل سي چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم ډېری ځوانان د بېکارۍ له امله بهرنیو هیوادونو ته پر سختو او غيرقانوني لارو مهاجرت ته اړ سوي.