د ط..البانو د لوګر ولايت د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د لوګر ولايت د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ورځ د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کي يو موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ، چي له امله ئې د يوې کورنۍ شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي درې کسان وژل سوي او درې نور ټپيان دي.
خبرپاڼه ليکي چي ياده پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.