د ط..البانو د لوګر ولایت مقام څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي هغه دوه کسان ئې نيولي

د ط..البانو د لوګر ولایت مقام څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي هغه دوه کسان ئې نيولي، چي د تېري دوشنبې په ورځ ئې د يوې کورنۍ څلور کسان وژلي او يو بل ئې ټپي کړی وو.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي يادو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی.
تورنو کسانو ويلي، چي هغوی ياد کسان د دوي تر پېژندلو وروسته د شواهدو د له منځه وړلو له امله ويشتلي او وژلي دي.