د ط.. البانو تر واک لاندي باختر آژانس د ط..البانو د ماليې وزارت د مسؤلينو د خولي څخه په خپاره سوي راپور کي ويلي دي، چي د ايران او افغانستان ترمنځ پولي خلاصي دي او د سوداګريز توکي په عادي ډول باندي د ايران او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوي.
د ط..البانو دغه وزارت ويلي دي، چي ایران ته په نژدې پولو کي ګمرکي چاري هم د نور کله په څير په عادي ډول جريان لري او په بندر عباس کي د افغان سوداګرو توکي هم پرته له کوم ځنډ و خنډ څخه باريږي.
د ط..البانو د مالیې وزارت دغه څرګندوني پر داسي مهال کوي، چي د ايران او اسرائیلو ترمنځ جګړې زور اخېستی دواړه هيوادونه اوس يو بل ته د جګړې د شدت ګواښونه کوي.