د ط..البانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وياند عنايت الله الکوزي په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي دي

د ط..البانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وياند عنايت الله الکوزي په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي دي، چي د انټرنت د بندېدو خبرونه ناسم دي او تر اوسه د انټرنټ د بندېدو په اړه هېڅ دا ډول پرېکړه نه ده سوې.
هغه ويلي، چي د ط..البانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د هېڅ شرکت سره د افغانستان د انټرنټ د بندېدو په اړه خبري نه دي کړي.
تر دې مخکي په کابل کي يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي وو، چي د د ط..البانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت نوی وزیر عبدالاحد فضلي غواړي په کابل کي د نوري فايبر فعالیت بند کړي او په افغانستان کي د ولسي خلګو لاس رسی انټرنټ ته محدود کړي، چي وروسته ط..البانو دغه خبرونه جعلي بللي دي.