د ط..البانو د منځ څخه يوې باروي سرچینې څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د چین په اورمچي ښار کي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ روان مذاکرات تر دې دمه په ښه فضا کي پر مخ روان دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخي تمه ده، چي دا خبري به تر راتلونکي پنج شنبې پوري دوام وکړي.
دغه مذاکرات تېره پنج شنبه د چین په کوربتوب پیل سوي دي؛ خو تر اوسه د افغانستان او پاکستان چارواکو په رسمي ډول د دغو خبرو د جزئیاتو یا پرمختګونو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسي حال کي ده، چي دواړه لوري هڅه کوي خپلمنځي ستونزي د خبرو له لاري حل او اړیکي ښه کړي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان پوځ د مذکراتو سره هممهاله په يو شمېر ولايتونو کي ډيورنډ فرضي کرښي ته څېرمه د ملکي خلګو پر کورونو بريدونه کړي دي.