د ط.. البانو د ننګرهار ولايت د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کي د ځمکي د ملکيت پر سر شخړه کي ۴ کسان وژل سوي او درې نور ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يادي پېښي په تړاو ئې دوه کسان نيولي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي نيول سوي کسان به د څېړنو په موخه اړوند ارګانونو ته وسپاري.