د ط..البانو د هوا پېژندني ادارې د دوشنبې په ورځ ويلي، چي د سې شنبې په ورځ د نيمروز او فراه څخه پرته د افغانستان په ټولو ولايتونو کي د باران، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل سوی دئ.
دغي ادارې ويلي، چي د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کي له ۱۰ څخه تر ۶۵ملي مترو پوري اټکل سوې او په وينا ئې چي په يخو سيمو کي د واوري اورېدلو اټکل هم سوی دئ.
بايد وويل سي، چي نن دوشنبه هم د نورستان څخه پرته د افغانستان په ټولو ولايتونو کي د بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل سوی و.