د ط..البانو د هوا پېژندني ادارې د شنبې په ورځ د افغانستان په لسو ولايتونو کي د بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.
د یادې ادارې په وینا، په نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پروان، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کي د درنو بارانونو، برېښنا، سختو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو امکان سته.
د هوا پېژندني ادارې اټکل کړی چي په یادو سیمو کي به د باران کچه له ۱۰ تر ۳۵ مليمترو پوري وي.
همداراز ویل سوي چي د افغانستان په شمالي، لوېدیځو، سویلي، سويل ختیځو، مرکزي او ختیځو سیمو کي به د بادونو سرعت په ساعت کي له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پوري ورسېږي.