د ط.البانو د ټولنيزو رسنيو فعال محمد قاسم عزام پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي د پاکستان د پوځ له خوا يوه غريبه او بې وسه مور او ماشوم په زور او جبر ايستل سوي او افغانستان ته راغلي وو.
د هغه په خبره چي دغه مور او ماشوم سرپناه نه درلود او د کابل د احمدشاه بابا د مېني په يوه کنډواله ځای کي ئې شپه سبا کول، چي دغه مور د ستړيا او لوږي له امله بېده سوې وه او خپل ماشوم ئې په خپل خوږه غېږه کي بېده کړی و؛ خو چي سهار د خوبه څخه راپاڅېدل سپيانو ئې ماشوم ټوټه ټوټه کړی او خوړلی و.
عزام وايي چي دغه ماشوم شاوخوا څلور مياشتي عمر درلود، چي سپيانو د خپلي مور د خوږې غېږي څخه جلا کړی او خوړلی دئ.
بايد وويل سي چي د پاکستان څخه د ژمي په دې ساړه موسم کي افغانستان ته راغلي زيات افغان کډوال د ورته ستونزو سره مخ دي،او د ط.البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یې په ژغورلو کي پاتي راغلی دی.