د ط..البانو د پېښو پر وړاندي د چمتووالي اداره وايي

د ط..البانو د پېښو پر وړاندي د چمتووالي اداره وايي، د نورستان د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۴ ته رسېدلی، ۸۵ کسان ټپیان سوي او ۱۵ کسان لا اوس هم نادرکه دي.
د یادي ادارې په وینا، له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره ئې د مرستو لړۍ پیل کړې او د هري قرباني کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ ورکړل سوی دي.
بلخوا ط..البانو له سوداګرو غوښتي چي له زیانمنو سوو کورنیو سره بشري مرستي وکړي.