د ط..البانو د کابل د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي وسله والو کسانو په کابل ښار کي د سرای شهزاده سره نژدې د زرګرانو په مارکېټ کي د ولسي جرګې د پخواني غړي الله ګل مجاهد زوی احسان الله مجاهد او د هغه يو ساتونکی وژلی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي په دغه پېښه کي د يوې ښځي په ګډون دوه ولسي وګړي نور هم وژل سوي.
خبرپاڼه ليکي، چي د دغه پېښي په تړاو ئې يو بريدګر په ټپي حالت کي نيولی او همدارنګه د الله ګل مجاهد د کورنۍ يو غړی ئې په دغه پېښه کي د لاس لرلو په تور نيولی.