د ط..البانو د کندهار د کرني اوبولګو او مالدارۍ رياست په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط..البانو د کندهار د کرني اوبولګو او مالدارۍ رياست په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د روان کال د پيل راهيسي ئې ۷۳۰۰ راسه هغه پسونه ئې نيولي، چي په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کېدل.
په‌‌ دغه خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه پسونه د ډيورنډ فرضي کرښي څخه په غيرقانوني ډول پاکستان ته انتقالېدل، چي د ط..البانو له خوا نيول سوي دي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د تړل کېدو له امله دغه هيواد ته پر قاچاقي لارو د توکو انتقال چټک سوی.