د ط..البانو د کندهار ولایت د رسنیو دفتر وايي

د ط..البانو د کندهار ولایت د رسنیو دفتر وايي، د سويل‌ لويدیځ زون د ولایتونو والیانو د امنيت د ټينګښت په موخه د کندهار د والي م.لا شېرین په مشرۍ په کندهار کي غونډه کړې.
په دغه غونډه کي واليانو د امنيت پر ښه کېدو او د ط..البانو د امنیتي ځواکونو تر منځ پر همږغۍ ټینګار کړی دئ.
په دې غونډه کي د زابل، هلمند، ارزګان او دایکندي والیانو او یو شمېر امنیتي او نظامي چارواکو ګډون کړی وو.