د ط..البانو د کور او ښار جوړولو وزارت په تازه نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي

د ط..البانو د کور او ښار جوړولو وزارت په تازه نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کي ئې ۲۹ زره او ۹۲۹ تازه راغلو افغان کډوالو ته ځمکي ورکړي دي.
د ياد وزارت په وينا چي پر افغان کډوالو به د ځمکو د ويش لړۍ همداسي جاري وي؛ ترڅو ټولو راستنو سو افغان کډوالو ته ځمکي ورکړي.
د ط..البانو د کور او ښار جوړولو وزارت؛ ويلي چي په ننګرهار کي ۳۰۷، زابل کي ۱۰۰، کندوز کي ۱۶۸، فراه کي ۲۱۷، هلمند کي ۲۸۵ او په غزني کي ئې پر ۸۴ کورنیو نمرې ويشلي دي.

ط..البان وايي چي دوی هڅه کوي چي راستانه سوو افغان کډوالو ته د دايمي اوسېدلو له پاره مناسيب ځای برابر کړي.