د ط..البانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع څراغ تلوېزيون ته ويلي

د ط..البانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د يکشنبې په ورځ سهار وختي د کابل ښار په منډوي بازار کي اورلګېدنه رامنځ ته سوې وه.
د هغه په خبره په ياده پېښه کي ۱۰ ګدامونه او ۸ دکانونه په مکمل ډول سوځېدلي دي.
د نوموړي په وینا، د دغي اورلګېدني لامل د برېښنا شارټي وه.

هغه دغه راز زیاته کړې، چي د دې اورلګېدني له امله شاوخوا ۷۰۰ زره امریکایي ډالره مالي زیان اوښتی، خو د ځاني تلفاتو په اړه ئې نور څه نه دي ويلي.