د ط..البانو د کورنيو چارو وزارت په کابل کي ټرافيک پوليسو ته د امريکايي رنجرو پر ځای جاپاني ټويوټا موټران ورکړي دي.
ط..البانو څه موده وړاندي په افغانستان کي د ډېرو نظامي ځايونو څخه د امريکايي رنجر موټرانو د ټولولو لړۍ پیل کړې وه او دغه کار ئې ځکه کړی، چي ط..البانو د رنجر موټرانو مصارف نه سوای پوره کولای.
د ط..البانو د کورنيو چارو وزارت ويلي، چي د کابل ټرافيک پوليسو ته ئې دغه موټران د ځانګړي نښو سره سپارلي دي؛ ترڅو د ښار نظم وساتي.