د ط..البانو د کورنیو چارو وزارت ویلي

د ط..البانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، د امنیتي ادارو د تجهیز او کاري چټکتیا له پاره ئې زرګونه نوي وسایط خپلو ځواکونو ته سپارلي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخي په تازه وېش کي ترافيکو پولیسو او د اوروژني ادارو ته موټرسایکلونه او نوي موټران ئې ورکړي دي.
چارواکي وایي، د پولیسو هره څانګه به ځانګړی رنګ لرونکي وسایط کاروي او پخواني موټر به هم د همدې تګلاري له مخي رنګ سي، څو ادارې له یو بل څخه جلا وپېژندل سي.

د ط..البانو مسئولانو زیاته کړې، چي دغه بدلونونه به د امنیتي خدمتونو په چټکتیا او د خلګو ستونزو ته پر وخت رسېدو کي مرسته وکړي.
بلخوا، ط..البان ورو ورو هغه پخواني فورډ موټر له کاره باسي چي د تېر حکومت امنیتي ځواکونو ته ورکړل سوي وو، ځکه د هغوی د تېلو مصرف لوړ او د پرزو برابرول ستونزمن بلل کېږي او ط..البان ئې مصارف نه سي پوره کولای.