د ط.. البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چي د هغو درو افغان کډوالو جسدونه کابل ته انتقال سوي

د ط.. البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چي د هغو درو افغان کډوالو جسدونه کابل ته انتقال سوي، چي په ايټاليا کي وژل سوي وو.
د ياد وزات په خبره چي د دغو افغانانو جسدونه وروسته خپلو سيمو ته انتقال سوي او خپلو کورنيو ته سپارل سوي دي.
بايد وويل سي، چي دغه درې تنه افغان کډوال په ايټاليا کي په يوه موټر کي ژوندي سوځول سوي وو، چي وروسته د ايټاليا پوليسو د يادي پېښي په تړاو دوه پاکستانيان نيولي وو.