د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د‌ پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د‌ پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د رواني اوونۍ په جريان کي ۸۸۰ تنه افغان کډوال د پاکستان د‌ بېلابېلو زندانونو څخه ازاد سوي، چي د تورخم او سپين بولدک د لاري افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان د يوې ورځي څخه تر دوو مياشتو پوري د پاکستان په زندانونو کي بنديان وو.
دغه افغان کډوال د پاکستان د دولت له خوا د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله نيول سوي وو.