د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ خبر ورکړی، چي تېره ورځ د پاکستان او ايران څخه ۵۷۸ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخي ۴۸۲ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري او ۱۳ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه دغه راز ليکي، چي په همدې ورځ ۴۰ د افغان کډوالو کورنۍ د نيمروز ولايت د وريښمو پله د لاري او ۴۳ د افغان کډوالو کورنۍ د هرات ولايت د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.