د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د يکشنبې په ورځ د ګاونډيو هيوادونو څخه ۸۸۳ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۴۵۹۲ تنه کېږي افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۷۷۶ د افغان کډوالو کورنۍ د ننګرهار د تورخم د لاري او ۱۶ کورنۍ د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې ورځ ۵۴ کورنۍ د ورېښمو پله د لاري او ۳۷ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.

ط..البان وايي چي دغه افغان کډوال ګاونډيو هيوادونو په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.